هوايي ډګر څارنې راډار يا ASR يو راډار سېسټم ده چې په هوايي ډګرونو کې د الوتکو ځاى کشف کوي او هوايي ټراپيک کابوکونکي د پروازونو څارنې، ساتنې او د لا زياتې ځايي پوهې لپاره کاروي. په دې سېسټمونو کې پرايمري يا لومړنى او سېکنډري يا دوهمى راډار وي. لومړنى راډار يو تلوال تاوېدونکى انتن لري چې برېښمېګناتيک وړانګې لېږي چې په الوتکې باندې لږېدلو سره انعکاس کوي. د دغه انعکاس او سېګنل لېږلو تر منځ د وخت واټن د الوتکې ځاى مالوموي. دوهمى راډار بل انتن کاروي چې الوتکو سره پرې خبرې کوي او د هغو نه مالومات راټولوي لکه د الوتکې پېژندنې کوډ، الوتکې لوړوالى او نور. د لومړني راډار سېک ٢٥ کېلوواټو پورې وي او د دوهمي راډار سېک له ١٠٠ واټو نه تر ٢ کيلوواټو پورې وي.